افغانستانخبرونه

د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لارې تیره میاشت ۳۳۲ زره ټنه توکې لیږدول شوي

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره ټنه توکي لېږدول شوي دی.

دغه وزارت ویلي، چې تېره میاشت د اوسپنې پتلۍ له لارې له ۳۳۲ زره او ۸۳۷ مټریک ټنو څخه زیات توکي لېږدول شوي دي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په ثور میاشت کې ۲۴۷ زره او ۴۲ مټریک ټنه توکي د حیرتان بندر له لارې، ۳۲ زره او ۱۱۷ مټریک ټنه د آقینې بندر له لارې، ۳۰ زره او ۵۰۹ مټریک ټنه د خواف-هرات له لارې، او ۲۳ زره او ۱۶۷ مټریک ټنه نور د تورغندي بندر له لارې لېږدول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ له لارې لېږدول شوي ۱۶ زره او ۷۷۲ ټنه توکي د صادراتو او ترانزیت برخه وه.
ویل کیږي، ډیری صادراتي توکي وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او مشروبات وو.