افغانستانخبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته ولاړ

کابل ټیلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان برېښنا شرکت یوه پلاوي د ترکمنستان پلازمینې عشق‌اباد ته سفر وکړ.

د برېښنا شرکت وایي، چې دغه پلاوی به د ترکمنستان له تخنیکي پلاوي سره د بنسټيزو پروژو لکه: له ترکمنستان څخه د الوان دښتې سب‌سټېشن او الوان دښتې سب سټېشن څخه تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه وکړي.