افغانستانخبرونه

اوکراین د روسیې ۴۱ جنګي الوتکې په نښه کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

اوکراین د روسیې په خاوره کې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت د دې هېواد ۴۱ جنګي الوتکې په نښه کړې دي.

اوکراین اعلان کړی، چې په دغه هوايي برید کې یې د روسیې «۳۴ سلنه» هوايي ځواک په نښه کړی دی.

بلخوا روسیې دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې د اوکراین یوازې دوه بریدونه بریالي وو.