افغانستانخبرونه

احمد الشرع کویټ ته په رسمي سفر تللی

کابل ټیلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع تېره ورځ (یکشنبه) کویټ ته سفر کړی.

د راپورونو پر بنسټ، احمد الشرع د دې سفر په ترڅ کې د کویټ له امیر او نورو چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د سوریې د ولسمشر په توګه دا د احمد الشرع لومړۍ سفر دی، چې کویټ ته یې کوي.