افغانستانخبرونه

پکتیکا کې ۱۵ ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل ټیلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

پکتیکا کې د طالبانو د پوهنې رياست د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د دغه ولايت په مرکز او ۱۴ ولسواليو کې د ۱۵ بابه ښوونځيو لپاره د ودانيو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

خبرپاڼه کاږي چې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د د طالبانو د پوهنې وزرات سرپرست، حبيب الله اغا د ښوونيز بهير د کيفيت لوړولو او د زده کړو لپاره د مناسب چاپيريال پر برابولو ټينګار وکړ.

دغه ښوونځي له پوهنې وزارت سره د يو همکار بنسټ له لوري د ۱۹۲ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.