افغانستانخبرونه

طالبانو خوست کې اووه کسان په دُرو ووهل

کابل ټیلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ستره محکمه وایي، په خوست ولایت کې اووه کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولايت تڼیو او صبریو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې اوو کسانو ته د لواطت، قتل مجروحيت په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچېنې لیکلي، ابتدائیه محاکمو یاد متهمين له درېيو میاشتو تر لس کالو پر تنفيذي بند او له ۳۵ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.