
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې پرون د يوې زلزلې پرمهال ګډوډي رامنځته شوې او په همدغه ګډوډۍ کې د ملیر په نوم له يو زندان څخه له ۲۰۰ ډېر بندیان تښتېدلي دي.
د دغه زندان مسوولین وايي، کله چې زلزله شوه، بندیان له خپلو استوګنځايونو بهر وويستل شول خو ګډوډي رامنځته شوه چې زندانیانو په پوليسو ګوزارونه وکړل، وسلې يې ترې واخېستې، ډزې يې هم وکړې او له ۲۰۰ ډېر بندیان وتښتېدل.
د کراچۍ د زندانونو مشر محمد حسن وايي، په ملیر زندان کې اوسمهال وضعيت تر کنټرول لاندې دی، د قیدیانو شمېرنه پيل شوې او وروسته څرګنده شي چې څومره او کوم کوم قیدیان تښتېدلي دي.