
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټوټ اداره وايي، په دغه هېواد کې په تېره می میاشت کې وسله والو په خپلو بریدونو کې ۵ سلنه ډېروالی راوستی دی. د دغو بریدونو اکثریت يې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترسره شوي دي.
د دغه انیسټیټوټ په میاشتني راپور کې راغلي چې په تېره می میاشت کې په پاکستان کې ۸۵ بریدونه کړي چې ۸۲ يې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترسره شوي دي.
د راپور د معلوماتو له مخې، په تېره میاشت کې د وسله والو په بریدونو کې ٥٢ امنیتي کارکوونکي، ٤٦ ولسي وګړي ، څلور د امن کمېټیو ولسي غړي، او ١١ وسله وال وژل شوي دي.
بل پلو د پوځ او پولیسو د عملیاتو پرمهال د ٥٩ وسله والو او ٥ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ناحکومتي ادارې دا رپورټ زیاتوي چې په مې میاشت کې په بېلا بېلو بریدونو کې ١٣٠ ولسي وګړي ژوبل شوي دي. په اپرېل کې دا شمېره ۵۳ ښودل شوې ده.