افغانستانخبرونه

بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسان مړه او ۸ ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د بغلان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په دوشي او خنجان ولسواليو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي.

په بغلان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند مولوي شېر احمد برهاني وايي، لومړۍ پېښه خنجان ولسوالۍ کې د يو ۳۰۳ او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې ۳ کسان په کې مړه شوي او ۳ نور ټپيان دي.

هغه وایي، بله پېښه دوشي ولسوالۍ کې درې ته د يوې کرولا ډول موټر د غورځېدو له امله رامنځته شوې چې پنځه کسان په کې ټپيان شوي دي.

دا دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې دي.