خبرونهراپورونهنړۍ

اسرائيلو په غزه کې د مرستو د ویش پر مهال سلګونه فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلو په جنوبي غزه کې د بشري مرستو د وېش په ځای کې پر یو شمېر غیرنظامي فلسطینیانو ډزې کړې، چې لسګونه کسان یې شهیدان کړي او له دوو سوه څخه زیات نور یې ټپیان کړي دي.
اسرائيلو نن سې‌شنبه د امریکا په ګډون یو ځل بیا په غزه تړانګه کې د بشري مرستو د وېش په ځای کې غیرنظامي فلسطینیان په نښه کړل.
فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې اسرائيلو د غزې په جنوب کې د المواصي په سیمه کې پر غیرنظامیانو په مستقیم ډول د ډزو او ګولیو باران کولو له امله لسګونه کسان شهیدان کړي او له ۲۰۰ څخه زیات نور یې ټپیان کړي دي.
په ورته وخت کې، د غزې تړانګې په مرکز کې د فلسطیني کډوالو د خیمو بمبارۍ د ۳ فلسطینیانو د شهادت لامل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د اسرائیلو د بریدونو له امله په غزې بېلابېلو سیمو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي وو.
د بشري مرستو د وېش پر مرکزونو د اسرائيلو د بریدونو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د مرستو د وېش په مرکزونو کې د غیرنظامیانو په نښه کولو په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک هم په غزه کې د مرستو د وېش طریقه، چې د اسرائیل او امریکا تر څارنې لاندې یوه بنسټ لخوا ترسره کېږي، غندلې ده.
اسرائیلو په غزه کې وږي خلک په داسې حال کې په نښه کوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام په وینا، په غزه کې له دوو میلیونو څخه زیات خلک له سختې لوږې سره مخ دي او ډېری یې د قحطۍ تر بریده رسېدلي دي.
په همدې حال کې، د فلسطیني مقاومت ځواکونو او د اسرائیلو نظامیانو ترمنځ جګړې دوام لري.

د اسرائیلو پوځ نن سهار په جبالیا کې د فلسطیني مبارزینو لخوا د خپلو ۳ اسرائیلي نظامیانو د وژل کېدو اعتراف وکړ.
بلخوا په غزه کې د اوربند خبرې اترې تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د حماس یوه مشر محمود مرداوي ویلي، صهیونیستي رژیم او امریکايي منځګړي باید پوه شي چې په غزه کې اسرائیلي اسیران به تر هغو نه ازادېږي، څو چې د اوربند لپاره کافي تضمینونه ونه سپارل شي.
له بلې خوا، د یمن لخوا د فلسطین د خلکو د ملاتړ په دوام، تېره شپه د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د بن ګوریون هوایي ډګر پر موشکي برید خبر ورکړ. هغه ټینګار وکړ چې دا عملیات بریالي وو او له غزې څخه به ملاتړ دوام وکړي.