
کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت مرستیال جبار علي ذاکري وايي، د ایران د مشهد او د افغانستان د هرات ښارونو ترمنځ لومړنی مسافر وړونکی ریل ګاډی به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې پیل شي.
دا اقدام د ایران د ریلي ترانسپورت د پراختیا او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا پروګرام یوه برخه ده.
دې ایراني چارواکي زیاته کړې چې د ریل پټلۍ تمرکز پر ترانزیت زیاتولو دی او د ریل پټلۍ ترانزیتي ریل ګاډي به د ریلي شبکې په ترڅ کې له ځانګړي لومړیتوب سره تګ راتګ وکړي.
د هغه په وینا، د ریل پټلۍ اصلي هدف د ترانزیت پراختیا ده.
د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت تېر کال په وروستیو کې اعلان کړی و چې له روزنک څخه تر هرات پورې د ریل پټلۍ مسیر جوړېږي او د دې مسیر په بشپړېدو سره به مسافر وړونکی ریل ګاډی هم فعال شي.