افغانستانخبرونه

د طالبانو حج اواوقافووزیر د حج نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په سعودي عربستان کې د حج په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د حج ورځې د اسلامي امت د یووالي پیاوړتیا او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د دیني او کلتوري همکاريو د پراختیا لپاره یو فرصت دی.
نور محمد ثاقب د دې ناستې په څنډو کې د سعودي عربستان د کوربه‌توب او خدمتونو له امله د قدردانۍ ترڅنګ، د حج موسم یو مهم فرصت وباله چې د همبستګۍ پیاوړتیا، د تجربو تبادله او د اسلامي ملتونو ترمنځ نږدېوالي لپاره کارول کیږي.
هغه روښانه کړه چې طالبانو د افغان حاجیانو لپاره د حج د مراسمو د اسانتیا او د اسلامي یووالي د ټینګښت لپاره د دې فرصت څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې ژمن دی.
د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره دیرش زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

دا حاجیان د یوې میاشتې په ترڅ کې د کابل، بلخ، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو څخه په شاوخوا سل  الوتنو کې سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.