افغانستانخبرونه

طالبانو د لوی اختر په مناسبت څلور ورځې رخصت اعلان کړ

کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د عرفې مبارکې ورځې سربېره، چې د جمعې ورځ ده، د قربانۍ اختر په مناسبت به په ټول افغانستان کې څلور کاري ورځې عمومي رخصتي وي.
دې وزارت ویلي چې عمومي رخصتي به د شنبې په ورځ، د جوزا له اولسمې څخه پیل او د سې‌شنبې په ورځ، د جوزا په شلمه پای ته ورسېږي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به په هېواد کې د دولتي ادارو کاري بهیر بیا پیل شي.
سږ کال طالبانو د سعودي عربستان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو په پرتله د یوې ورځې توپیر سره راتلونکې شنبې د اختر قربان ورځ اعلان کړې ده.