افغانستانخبرونه

له کډوالۍ را ستانه شویو افغانانو میشت ځایونو کې تعلیمي زیربناوې تر فشار لاندې دي

کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د راستنېدونکو کډوالو د کوربه سیمو تعلیمي زیربناوې تر فشار لاندې دي.
دې سازمان ویلي چې اوس مهال دا سیمې، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په پنځه اویا ولسوالیو کې پرتې دي، د مطلوبې کچې تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره له دوه پنځوس زره څخه زیاتو ښوونکو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د دې راپور موندنې همدارنګه ښيي چې د کډوالو د کوربه سیمو کې د مطلوبو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره لسګونو نوو روغتیايي مرکزونو ته اړتیا ده.
ملګرو ملتونو همدا راز ویلي چې هغه کورنۍ چې د فقر تر کرښې لاندې دي، د هغو کورنیو په پرتله چې د فقر تر کرښې پورته دي، اوه څلوېشت سلنه کم پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د ملګرو ملتونو دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د یکشنبې په ورځ، دې سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې یوازې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پورې له شپږ سوه دیرش زره څخه زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.