
کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په بیروت کې د لبنان ولسمشر جوزف عون سره لیده کاته او خبرې اترې ترسره کړې.
عراقچي په دې سفر کې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي او همدارنګه د لبنان د پارلمان رئیس نبیه بري سره هم لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
د ایران او لبنان دوه اړخیزې اړیکې او په سیمه کې وروستي تحولات، په ځانګړي توګه په فلسطین کې وضعیت او د صهیونیستي رژیم له خوا پر لبنان او سوریې دوامداره تجاوزات، د لبناني لوړپوړو چارواکو سره د دې سفر په خبرو اترو کې مهم محورونه وو.
عراقچي په بیروت کې د رسیدو پر مهال په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د لبنان خپلواکي، حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ساتل زموږ لپاره اهمیت لري او په لبنان کې د اشغالګرو جنایت غندل د یوه دوست هېواد ملاتړ دی، نه مداخله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د دې هېواد په بهرنۍ پالیسۍ کې لومړیتوب لومړی ګاونډیان او د غربي اسیا سیمه لري.
د هغه په وینا، د ایران او لبنان اړیکې یوې اوږدې دوستانه اړیکې دي چې تل پر دوه اړخیز احترام ولاړې دي.
عراقچي پرون مصر ته تللی و. هغه د خپل سفر په پای کې په ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي وو چې د څو کلونو وروسته، د ایران او مصر دیپلوماسي یوې نوې مرحلې ته داخل شوې ده.
هغه زیاته کړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي تعامل او همکارۍ کچه، او تر ټولو مهمه د اړیکو په برخه کې د اعتماد او اطمینان کچه بېسارې ده.