افغانستانخبرونه

هلمند کې کې د کډوالو لپاره یو ښارګوټي پرانیستل شو

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني په ملتیا د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره یو ښارګوټی پرانیستی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ګاونډیو هېوادونو لخوا د کډوالو اجباري اېستل د ټولو اصولو خلاف کړنه بللې او ویلي یې دي، چې هېواد کې د کډوالو خدمت په ښه توګه ترسره کېږي.

ورته‌مهال مولوي حمدالله نعماني ویلي، چې دغه ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو معياري اصولو او پلانونو سره سم جوړ شوی او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي، چې له راستنېدونکو کډوالو سره په بشپړ ډول همکاري وکړي.