افغانستانخبرونه

د سپین بولدک دروازه به د اختر په لومړۍ او دوېیمه ورځ د مسافرو پر مخ تړلې وي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو سرحدي پولیسو د لوی ریاست ویاند، عابدالله فاروقي وایي، د سپین بولدک دروازه به د لوی اختر په لومړیو دوه ورځو ( اختر اوله او دویمه) کې د مسافرو پر مخ تړلې وي.

هغه له ټولو هغو مسافرو چې پر دغه لار تګ راتګ کوي غوښتي چې پر دغو ورځو هلته له ورتګ ډډه وکړي.

فاروقي زیاته کړې چې سپین بولدک به د اختر پر درییمه او څلورمه به د ورځ له دولسو تر درېیو بجو پورې د مسافرو پر مخ پرانیستې وي خو د ټرانزیټ او بار وړونکو او خالي موټر پر مخ له لومړۍ تر څلورمې ورځې پورې تړلې ده.