افغانستانخبرونه

د CNN خبریال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو را پور له امله مجرم وپيژندل شو

کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د CNN د ملي امنیت لوړ پوړی خبریال د امریکې د سمندري ځواکونو د یو تجربه کار عسکر لخوا د افغان اتباعو سره د ناوړه چلند په اړه د راپور ورکولو وروسته مجرم وپیژندل شو.

د CNN د ملي امنیت لوړ پوړی خبریال الیکس مارکوارټ له افغانستان څخه د وتلو په اړه راپور سره تړلي د دروغو په دوسیې کښې له ماتې خوړلو وروسته له دغه چینل څخه استعفا ورکړه.

د مارکوارټ جنجالي راپور د افغان اتباعو ستونزمن شرایط بیان کړل چې له افغانستانه د امریکايي اردو له وتلو وروسته، د دروغو  ژمنو او لوړو لګښتونو څخه ډک تور بازار سره مخ شوي دي.

د راپور دا برخه د هغو تورونو یوه برخه وه چې بالاخره د CNN د محکومیت لامل شوه.

په فلوریډا کې یوې محکمې CNN ته امر کړی چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یو تجربه کار سرتیري زاکري ینګ ته لږترلږه 5 ملیون ډالر تاوان ورکړي.

دغه دوسیه د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې له مخې د لومړنۍ پریکړې وروسته وتړل شوه، او مارکوارټ د ټولنیزې شبکې “X” په یوه پیغام کې له خپلو همکارانو خدای په اماني وکړه.