
کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو ویلي چې دوی په افغانستان کې د برېښنا د کمښت د پوره کولو لپاره د هېواد په باد لرونکو سیمو کې د بادي برېښنا د تولید په لټه کې دي.
په داسې حال کې چې افغانستان په نړۍ کې د برېښنا یو له لویو واردونکو څخه دی، د طالبانو د برېښنا شرکت مشر وویل چې دوی له ایران سره په پوله لرونکي هرات ولایت کې برېښنا تولیدوي.
د افغانستان د لمریزې برېښنا لومړی بریښناکوټ په ۲۰۱۹ کال کې پرانستل شو.
دا برېښنا کوټ د ترکیې د یوې کمپنۍ په پانګونې سره په دوو ۱۵ میګاواټي ظرفیتونو کې پرانستل شوه.
طالبانو ویلي چې د هلمند لویدیځ ته تر هرات او د ایران پولې پورې سیمې دوامداره بادونه لري او په افغانستان کې د بادي برېښنا د تولید لپاره خورا مناسبې دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت مشر وايي چې هرات د بادي برېښنا د تولید لپاره یو له مناسبو سیمو څخه دی، او له همدې امله، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د بادي برېښنا د تولید پروژه پیل شوه.