
کابل ټیلیګراف ، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو سفارت وايي چې مولوي ګل حسن د طالبانو د حکومت له لوري د دغه سفارت لپاره نوی سفير ټاکل شوی دی.
د طالبانو سفارت په مسکو کې د سپوتنیک روسي ژبې رسنۍ ته د يوې اعلامیې په لېږلو ويلي چې ديني عالم مولوي ګل حسن د دواړو خواوو به هوکړه ټاکل شوی او يوازې ويزې ته منتظر دی.
د سرچینې په وينا کله چې د مولوي ګل حسن ويزه تایید شي، نو هغه به مسکو ته لاړ شي او هلته به خپله دنده پيل کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنيو ته ويلي وو، هغه وخت چې د طالبانو د حکومت له لوري ټاکل شوی سفير مسکو ته ورسېږي او دنده پيل کړي، د روسیې له لوري به د طالب مشرانو د رسميت پېژندلو لړۍ هم پيل شي.