افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وروستي بدلونونه څېړي

کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
ټاکل شوې ده چې امنیت شورا به په یوه غونډه کې د افغانستان په اړه وروستي بدلونونه وڅیړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د جولای په دویمه نیټه د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرایوي رییسه سیما بحوث او د بشري چارو د همغږۍ دفتر یو لوړ پوړی چارواکی به هم په دې غونډه کې وینا وکړي.

په ملګرو ملتونو کې افغانستان دایمي څوکۍ د طالبانو په لاس کې نه ده او دې ډلې هیڅکله د ملګرو ملتونو په غونډو کې استازی نه درلود.

طالبانو د یادې څوکۍ د غوښتنې ترڅنګ همېش د ملګرو ملتونو په غونډه کې په بحثونو او پرېکړو نیوکې کړې.