افغانستانخبرونه

له نیمروز زندان څخه له سل تنو زیات بندیان ازاد شول

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د نیمروز ولایت محلي مسوولین وايي، د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخوندزاده د فرمان پر اساس، ۱۰۳ تنه بندیان د دې ولایت له مرکزي زندان څخه آزاد شول.

د طالبانو د نیمروز مرستیال والي مولوی تورجان احمدي وايي، په دې شمېر بندیانو کې ۷۹ نارینه، ۱۱ ښځې او ۱۳ ماشومان شامل دي چې د قربانۍ اختر په مناسبت آزاد شول.

له بلې خوا، په نیمرزو کې د طالبانو د استیناف محکمې رئیس مفتي عبدالخالق محمدي آزاد شوو بندیانو ته د مبارکۍ پیغام وړاندې کړ او زندان یې د اصلاح ځای وباله.

هغه  له خوشي شویو بندیانو وغوښتل چې نیک اعمال وکړي او له قانون او شریعت سره مخالفو کړنو څخه ډډه وکړي.

څو ورځې وړاندې له ننګرهاره هم سلګونه بندیان ازاد شول.