افغانستانخبرونه

د پاکستان له بند خونو ۱۴ افغان بندیان ازاد شول

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بند خونو څخه تازه ۱۴ تنه بندیان خوشي شول.

دغه وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دغه کسان د پاکستان په بېلا بېلو بندخونو کې له یوې څخه تر درې ورځو پورې بند تیر کړی او تیره ورځ تر را خوشي کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شول.

په وروستیو کې د پاکستان پولیسو له لورې د افغانانو د نیولو لړۍ زیاته شوې، چې د څو ورځو بند وروسته نیول شوي کسان خوشي او افغانستان ته را لیږل کیږي.