
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا میلیاردر او د ډونالډ ټرمپ د ادارې پخوانی همکارایلن ماسک د ټرمپ له خوا ملاتړ شوې مالیاتي لایحه «نفرتانګیز فاجعه» بللې ده.
د سترې او ښکلې تر عنوان لاندې د ډونالډ ټرمپ جوړه شوې مالیاتې لایحه، چې تېره میاشت په استازو مجلس کې د یوې رایې په توپیر تصویب شوه، د ۲۰۱۷ کال د مالیاتو د کمولو قانون تمدیدوي او د اردو، مهاجرتي قوانینو پلي کولو او سرحدي پروګرامونو لپاره بودیجه زیاتوي.
ماسک، چې وروستیو کې یې د ټرمپ اداره پرېښې، په ایکس شبکې کې په یوه یادښت کې لیکلي: «بخښنه غواړم، خو نور دا نشم زغملی. دا ستره، وحشتناکه او د کانګرس د بېځایه امتیازاتو څخه ډکه لایحه یوه نفرتانګیز فاجعه ده.»
هغه زیاته کړې: «شرم دې وي هغو کسانو ته چې دې لایحې ته یې رایه ورکړه؛ تاسو پوهېږئ چې ناسم کار مو کړی دی. تاسو پخپله دا ښه پوهېږئ.»
د ایلن ماسک دغه څرګندونو سره د کانګرس یو شمېر غړو هم ملتیا کړې او په دغه لایحه کې د تغیر غوښتنه کړې.