افغانستانخبرونه

پوتین او ټرمپ د اوکراین جګړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اټومي مذاکراتو او د اوکراین جګړې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، پوتین خپل امریکايي سیال ته ویلي، «مجبور دی» چې د روسیې پر الوتکو د اوکراین وروستي برید ته ځواب ورکړي.

نوموړي د روسیې او اوکراین د سولې خبرې ګټورې بللي او زیاته کړې یې ده، چې اوکرایني چارواکي سوله نه غواړي.

دغه راز ټرمپ له پوتین څخه غوښتي، چې له ایران سره د امریکا په اټومي مذاکراتو کې ګډون وکړي.