افغانستانخبرونه

قطر او ایران غزه کې د جګړې درېدو لپاره پر ګډو هڅو ټېنګار کړی

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ټلیفوني خبرو له لارې غزه کې د صهیونستي رژیم د جنایتونو د درولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ایران ولسمشر په دې خبرو کې ویلي: «هیله لرو چې وکولای شو پر صهیونستي رژیم اړین فشار وارد کړو څو د غزې پر مظلومو خلکو ظلم او جنایتونه ودرېږي او په سیمه کې د ثبات او ارامۍ لپاره زمینه برابره شي.»

ورته‌مهال د قطر امیر هم هیله څرګنده کړې، چې د ایران، قطر او نورو اسلامي هېوادونو په ګډو هڅو سره، د صهیونستي رژیم د نسل‌ وژنې دوام مخه ونیول شي.