افغانستانخبرونه

طالبانو د لوی اختر په مناسبت ۱۵۵۹ بندیان خوشې کړل

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د سترې محکمې د رییس او قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په هدایت د لوی اختر په مناسبت د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز له زندانونو څخه ۱۵ سوه ۵۹ مستحق زندانیان ازاد او د ۹۵۰ نورو د بنده موده کمه شوه.

د یادونې وړ ده، چې تېر کوچني اختر کې هم ۵ زره او ۶۱۵ بندیان د هېواد له زندانونو ازاد او یا یې د بند موده کې کموالی راغلی و.