خبرونهنړۍ

امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو په ننوتلو بندیز ولګید

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه نوي فرمان په لاسلیکولو سره د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو په وګړو امریکا ته د ننوتلو بندیز لګولی.

د سپینې ماڼۍ د خبر له مخې؛ په دغه هېوادونو کې افغانستان، برما، چاډ کانګور جمهوریت، استوایي ګیني، ایریټریا هاییټي، ایران، لیبیا، صومالیا، سوډان او یمن هېواد شامل دی.

سپینه مانۍ وایي، د دغه اقدام څخه یې موخه د بهرنیو خطرناکو عناصرو څخه د امریکایي وګړو خوندي ساتل دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په يوه ويډيويي پيغام کې ویلي، په تېرو ورځو کې په کولوراډو کې رامنځته شوې ترهګريزه پېښه دا ثابتوي چې هغه بهرني وګړي، چې په سمه توګه تثبيت نه شي، امریکا ته جدي خطر پېښولی شي.

دا نوی سفري بنديز د امريکا د کډوالۍ تګلارې کې يوه مهمه بدلون دی او ممکن د دې هېوادونو وګړو لپاره جدي اغېزې ولري.

سربېره پر دې، ولسمشر ټرمپ د هارورډ پوهنتون کې د بهرنيو زده‌کوونکو پر ويزو هم بنديز لګولی دی.