خبرونهنړۍ

امريکا د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د غزې د اوربند قرارداد ويټو کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

امريکا د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د غزې لپاره د دايمي اوربند او له ځنډ او خنډ پرته د مرستو رسولو قرارداد ويټو کړ.>

د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د غزې لپاره د دايمي اوربند قرارداد د ۱۰ غير دايمي غړو سره يوځای الجزاير وړاندې کړی و.

په قرارداد کې د غزې لپاره د دايمي اوربند او مرستو ته د بې خنډه لاسرسي غوښتنه شامله وه، خو امريکا د امنيت شورا کې د غزې د دايمي اوربند لپاره وړاندې شوې قرارداد ويټو کړ.

د امنيت شورا د ۱۵ غړو څخه ۱۴ د غزې د اوربند غوښتنې په حق کې رايه ورکړه.

د یادونې وړده، چې په غزه کې د اسرائيلو بريدونه روان دي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۴۵ څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي.

بلخوا، يوې امريکايي مرستندويه ادارې د انتظام د ښه کولو لپاره د مرستو وېش هم درولی دی.