عجایب

لومړۍ مسافر وړونکي برېښنايي الوتکې نیویارک کې په بریالیتوب سره ناسته وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د بېټا ټيکنالوژۍ د ټول برېښنايي الوتکې د لومړۍ مسافر وړونکې الوتنې وروسته د نيويارک په جان اېف کينيډي نړيوال هوايي ډګر کې په برياليتوب سره کښېناسته او يو مهم پړاو يې تېر کړ.

د ټول برېښنايي CX300 الوتکې تېره ورځ د امريکا د لانګ آيلينډ د ايسټ هيمپټن هوايي ډګر څخه د يوه پايلوټ او ۴ مسافرو سره لومړی الوتنه وکړه.

شاوخوا ۴۵ دقيقو دوامداره الوتنې وروسته دا الوتکه د امريکا په تر ټولو بوخت جان اېف کينيډي هوايي ډګر کې په برياليتوب سره کښېناسته.

د دې ټول برېښنايي الوتکې مسافرو کې د امريکا د سيمه‌ييز هوايي شرکت ريپبلک اير ويز مشر ميټ کوسکل او د بلیډ اير موبيلټي مشر اجراييوي رييس روب ويسينتال هم شامل وو.

د بېټا ټيکنالوژيز بنسټګر او اجراييوي مشر کايل کلارک د دې غوره برياليتوب په اړه وويل، د دوی برېښنايي الوتکه د مسافرو سره د نړۍ په يوه تر ټولو بوخت هوايي ډګر کې الوتل او کښېناستل دا ثابتوي چې عصري هوايي تګ راتګ د راتلونکي خيال نه، بلکې اوس حقيقت دی.

د CX300 ټول برېښنايي الوتکه په يوه ساعت کې پوره چارج کېږي او په يوه چارج سره ۶۲۲ کيلومتره په دوامداره توګه الوتلی شي.

دا الوتکه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په مياشت کې د کاناډا په برلنګټن کې جوړه شوې وه، چې له امله يې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۳مه د برلنګټن څخه برلنګټن پورې د ۱ ساعت او ۱ دقيقې لومړۍ بريالۍ ازموينيزې الوتنې ترسره کړې.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۰مه دې الوتکې د برلنګټن څخه د امريکا د نيويارک ايالت د پلاټسبرګ هوايي ډګر پورې د ۱ ساعت او ۶ دقيقو دويمه بريالۍ الوتنه وکړه.

له هغه وروسته دا الوتکه د مانچسټر، ويسټ فيلډ، برلنګټن، نيويارک، بيل مور، ريډنګ، فريډريک، ليسبرګ، سن فورډ، بلیک برګ، فلورنس، اټلانټا، کولمبيا، اليګزينډريا، فورټ ورتھ، منرل، والز لوبوک، سيټر سټي لاس ويګاس، روم او نورو ښارونو ترمنځ شاوخوا ۱۸۴ ازموينيزې الوتنې کړې دي.
خو د ۴ مسافرو سره لومړۍ منظمه بريالۍ الوتنه تېره ورځ نيويارک ته ورسېده.