
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې، د غزې پر المعمداني روغتون د اسرائیلو د برید په ترڅ کې درې فلسطیني خبریالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په دغه خبریالانو کې د فلسطین الیوم خبریالان سلیمان حجاج او اسماعیل بدح، او سمیر الرفاعي، د شمس نیوز خبریالان شامل دي، چې وژل شوی، دغه راز احمد قلجه، د العربي شبکې خبریال، او عماد دلول، د فلسطین الیوم خبریال هم سخت ټپیان شوي دي.
د غزې پر تړانګې د اسرائیلو له بریدونو راهیسې تر اوسه له دوه سوه لس تنو زیات خبریالان په دې سیمه کې وژل شوي.
په ورته وخت کې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې، چې د غزې په جنوبي برخه کې د کډوالو پر خیمو ترسره شو، لږ تر لږه شپږ فلسطينيان د خان یونس شمال کې د القراره په سیمه کې شهيدان شوي دي.
په شهيدانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د فلسطين د روغتيا وزارت اعلان کړی چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې دوه شپیته فلسطينيان د اسرائیلو بریدونو له امله شهيدان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) ویاند په فلسطین کې په یوه راپور کې ویلي، د غزې په جګړه کې له څلوېښت زرو زیات ماشومان یتیمان شوي او دا شمېره لا هم په زیاتېدو ده.
کاظم ابوخلف په یوه خبري غونډه کې ویلي، په اوسط ډول هره ورځ په غزه کې اوه ویشت ماشومان شهيدان کېږي، چې دا په ټوله نړۍ کې یوه فاجعهبار شمېره ده.