خبرونهلوبېنړۍ

د RCB مینوالو د جشن نمانځنې پېښه کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند غوره لیګ کرکټ کې د اتلولۍ وروسته د رویال چلنجرز بنګلور د مینوالو د زرګونو کسانو ګڼه ګوڼه په مرګ ژوبله بدله شوه.

د بنګلور ښار د کرکټ لوبغالي بهر د دې لوبډلې د مینوالو لخوا د جشن پر مهال، یوولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نږدې پنځوس نور ټپیان شول.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د رویال چلنجرز بنګلور مینوال د خپلې لوبډلې د لومړي اتلولۍ د لمانځنې په حال کې وو.
د هند د کرکټ بورډ او د دې هېواد نورو دولتي چارواکو د دې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړه او ویلي یې دي چې د داسې جشن په ورځو کې دا ډول دردناکه پېښه باید نه وه، رامنځته شوې.

په هند کې د داسې پېښو د کلتوري، مذهبي او ملي مراسمو پر مهال ډېر سابقه لري.