خبرونهنړۍ

د تايلينډ اساسي قانون محکمې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې دنده وځنډوله

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د تایلینډ لومړۍ وزیره پيتونګاترن شيناوترا د يوې تېلېفوني خبرو د افشا کېدو وروسته نه يوازې له سختو نيوکو سره مخ وه، بلکې پر هغې د استعفا لپاره هم فشار و.
د راپور له مخې، ۳۶ سناتورانو د تايلينډ لومړۍ وزیرې پر ضد وړاندیز ثبت کړی و، چې له مخې د اساسي قانون محکمې د دغه وړاندیز تر پرېکړې د لومړۍ وزیرې دنده وځنډوله.

د تایلینډ سناتورانو په لومړۍ وزیرې خپلې دنده کې د بې ایمانۍ او اساسي قانون څخه د سرغړونې تورونه لګولي.

 د یادونې وړده، چې تېره مياشت د تايلينډ او کمبوډيا د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې وروسته د تايلينډ لومړۍ وزیرې له کمبوډيايي مشر سره تېلېفوني خبرې افشا شوې وې، چې په کې هغه پر يوه تايلينډي پوځي افسر نيوکې کولې.