افغانستانخبرونه

د اختر لومړۍ ورځ؛ یوې جوړې د واده ځنډیدو له امله ځآن وژنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې یوې کوژدن شوې جوړې، د ولور نه پوره کولو له امله د واده دوامداره ځنډیدو له امله له واده وړاندې ځآن وژنه وکړه.

یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه ۱۸ کلن هلک الله نور نومیده او څلور میاشتې وړاندې سمنګان ولایت څخه له مزدورۍ خپل کلي د برمل ولسوالۍ مرغه سیمې ته را ستون شوی و.

دغه سرچینې زیاته کړه، په یاد هلک د خسر کورنۍ لخوا یو نیم میلیون پاکستانۍ کلدراې ولور اېښودل شوی و، چې هلک یې توان نه درلود.

سرچینې وویل: (( نجلۍ خپلې کورنۍ ته ویلي و، چې زما لخوا خاوند څخه پیسې مه غواړئ او زموږ واده وکړئ، زه هیڅ نه غواړم، خو کور یې ورسره نه منلې، هماغه و، چې نجلۍ د موږکانو درمل له تیزابو څښلو سره خوړلي و، چې سره مړه وه. ))

د کابل ټیلیګراف دغه سرچینې زیاته کړه، هلک له دغه خبر څخه خبریږي، کور ته نږدې په یوه ونه کې ځان زندۍ کوي او هغه هم مړ کیږي.

ویل کیږي، د دغه جوړې جنازه نن لس بجې ترسره شوه او دواړه په هدیره کې نږدې دفن کړای شول.