
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د پاورلیفټینګ فدراسیون رییس نجیبالله ایوبي د «زړه سکتې» له امله کابل کې مړ شوی دی.
د نجیبالله ایوبي زوی، ساحل ایوبي رسنیو ته ویلي چې پلار یې تېره شپه د «زړه سکتې» له امله د کابل ښار په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
نجیبالله ایوبي ۴۷ کلن و او له څو کلونو راهیسې یې د پاورلیفټینګ فدراسیون یا (مردان آهنین افغانستان) د رییس په توګه فعالیت کاوه.