
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
را پورونه وایي، چې د ۲۰۲۵م کال د هندوستان سوداګریز لیګ IPL اتلې لوبډلې رائل چیلنجرز بنګلور مالکان پلان لري، چې د دغه لوبډلې ملکیت وپلوري.
د هندوستان رسنیو ویلي، چې د اتلس کلن ځنډ وروسته د RCB لوبډلې د اتلولۍ تر لاسه کولو وروسته، اوس د دغه لوبډلې مالکان د خپل فرنچائز یا د ملکیت د پلورلو لپاره لیوالتیا ښودلې او په همدې اړه یې د ځینو پانګوالو سره ممکنه خبرې هم کړي.
دغه رسنۍ زیاتوي، د رائل چیلنجرز بنګلور اوسني مالکان (Diageo Plc) غواړي فرنچائز په جزوي یا بشپړ ډول وپلوري، خو که څه هم تر اوسه د فرنچائز د بیې په اړه کوم رسمي معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو د بلومبرګ لخوا ورکړل شوي معلوماتو له مخې، د دغه لوبډلې مالکان د لوبډلې د ملکیت د بشپړ پلور لپاره تر ۲ میلیارده ډالرو پورې بیې غوښتنه کولای شي.
د یادونې وړده، مچې په ۲۰۰۸ کال کې د کنګ فشر ایئرلائنز مشر ویجي مالیا رائل چیلنجرز بنګلور لوبډله اخیستې وه، خو د مالیاتي پورونو له امله د Diageo Plc فرنچائز مالک شو.