
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو لوړ میترو سټیشن بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د ځمکې د سطحې څخه به ۷۲ متره لوړه وي او تر ۲۰۲۹م کاله پورې به یې چارې بشپړې شي.
د متحده عرب اماراتو مرستیال ولسمشر، لومړي وزیر او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د دې لوړ میټرو سټیشن بنسټ ډبره کېښوده.
دا سټیشن به د دوبۍ میټرو درېیم ټریک نیلي کرښې برخه وي، چې پیل به یې د دوبۍ میټرو د ۲۰مې کلیزې په موقع د ۲۰۲۹ کال د سپټمبر په ۹مه وشي.
نيلي کرښه به ۱۳۰ کیلومټره اوږده وي او د دوبۍ ۹ مهمې سیمې به سره ونښلوي.
د چارواکو په وینا، نیلي کرښه به ۱۴ سټیشنونه ولري، چې ۵ به یې تر ځمکې لاندې وي.
د دوبۍ نیلي کرښې مهم تبادلې سټیشنونه به جداف، راشدیه او انټرنیشنل سټي وي، او دا به د دوبۍ مردف، ورقا، انټرنیشنل سټي، سیلیکون اویسس، انټرنیشنل اکیډمک سټي، فیسټیوال سټي، دوبۍ کریک هاربر او راس الخور صنعتي سیمې سره نښلوي.
د دوبۍ کریک د تېرولو لپاره به د نیلي کرښې ۱.۳ کیلومټره اوږد پل (ټریک) هم جوړ شي، چې دا به د دوبۍ کریک پر سر جوړ شوی لومړی میټرو ټریک وي.
د دوبۍ نیلي کرښې د میګا پروژې ټولیز لګښت به ۵۶ میلیارده درهمه وي.
دوبۍ میټرو لا دمخه د سرو او شنو کرښو له لارې میلیونونو مسافرو ته اسانتیاوې برابروي، خو چارواکو ژمنه کړې چې د نیلي کرښې سټیشنونه به نور هم پرمختللي وي.