
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لاس اینجلس کې د حالاتو د کنټرول لپاره د دغه هېواد د ملي ګارد د ۲ زره سرتیرو د لیږلو اعلان وکړ.
د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر وړاندې په لاس اینجلس کې پراخه لاریونونه جریان لري، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د کنټرول لپاره د نورو ۲۰۰۰ ملي ګارډ او ۷۰۰ میرینز د ځای پر ځای کولو اعلان کړی.
بلخوا، د کلیفورنیا ایالت والي ګیوم نیوسم په ایالت کې د ملي ګارډ د ځای پر ځای کولو له امله ناخوښي څرګنده کړې او د دغه اقدام په اړه یې په محکممه کې د ټرمپ د ننګونې اعلان کړی.
په لاس اینجلس ښار کې د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې د چاپو له امله مظاهرې پیل شوې، او مظاهرهچیانو د کډوالۍ چارواکو او پولیسو سره سختې نښتې هم کړې.
د یادونې وړده، چې د دغه لاریونونو له امله موټرو، کورونو او نورو برخو ته هم زیانونه اوښتي، چې له امله یې د ملي ګارډ د ځای پر ځای کولو پرېکړه شوې.