خبرونهعجایبنړۍ

سویټزرلینډ: یو کس په واوره کې د ښخ پاتې کېدو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د سویټزرلینډ یو اوسېدونکي په واوره کې د ننه د یو ساعت، ۴۶ دقیقو او دوه ثانیو پاتې کېدو له امله نړیواله ریکارډ جوړ کړ.

د سویټزرلینډ دغه اوسېدونکی ایلیس مایر نومېږي، چې د مسلک له مخې پاورلفټر دی.

ایلیس دا کارنامه د سوېمینګ شارټس یا د لامبو وهلو د ځآنګړي لباس په اغوستو سره ترسره کړی.
له دې مخکې دا ریکارډ په ۲۰۲۲ کال کې ویلرجان رومانووسکي نومي کس د ۱ ساعت، ۴۵ دقیقو او ۲ ثانیو لپاره جوړ کړی و.