
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
را پورونه وایي، د کراچۍ د ملیر محبس څخه د تښتیدلو کسانو د شمېر غلط را پورو ورکړل شوی او د ۲۲۵ بهر شویو کسانو پر ځای ۲۱۶ ښودل شوی دي.
د یاد محبس مسؤلینو ویلي، چې د تښتیدلو بندیانو د بیا شمېرلو پر مهال وپوهیدل، چې له دغه زندان څخه ۲۲۶ بندیان تښتیدلي، چې له یاد شمېر څخه یې ۱۴۶ تنه تر اوسه بیرته نیول شوي، خو ۷۹ نور تر اوسه لادرکه دي.
را پورونه وایي، د تښتیدلو بندیانو څخه یو یې په خپل کور کې ځان وژنه کړې او یو یې د تېښتې پر مهال په ډزو وژل شوی.
د یادونې وړده، چې یوه اونۍ وړاندې د کراچۍ ملیر زندان څخه د زلزلې له امله د خوندیتوب هڅو په ترڅ کې یاد زندانیان تښتیدلي و.