افغانستانخبرونه

مجاهد: کابل کې مو د داعش یو پټنځای له منځه یوړل

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبان وایي، د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړل شوی دی او دوه تنه یې وژلی دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه عملیات تېره ورځ ماښام د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند قصبه کې شوي دي.

هغه ویلي، په دغو عملیاتو کې یې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړی او دوه تنه یې وژلی دي.

مجاهد د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د عملیاتو پر مهال یې ځینې وسلې او مهمات هم نیولي دي.