
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ اسرائیلو پرون په هغه کښتۍ برید وکړ او په زور یې اسرائیلو ساحل ته ولیږدوله، چې غزې ته د خوراکي او نورو بشري مرستو لیږد ترسره کاوه.
د فریډم فلوټیلا به نوم د دغه کښتۍ ټول کارکوونکي د اسرائیلو لخوا نیول شوي او هوایي ډګر ته یې لیږدولي.
د را پورونو له مخې؛ دغه کارکوونکي به فلسطین ته نور د مرستو لیږد پر ځای خپلو هېوادونو ته ولیږل شي.
په ورته وخت کې په غزه کې د تازه بریدونو په ترڅ کې اسرائیلي ځواکونو ۶۰ فلسطینیان شهیدان کړي، چې پکې ۱۴ کسان د مرستو په تمه وو، خو د اسرائیلو د ګولیو ښکار شول.