
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د اروپايي هېواد اتریش په ګراڅ ښار کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله اته کسان وژل شوي دي.
د ډزو له امله پولیسو په سیمه کې پراخه عملیات پیل کړي.
د اتریش دولتي راډیو تلویزیون (ORF) او ورځپاڼې “کرونن څایتونګ” خبر ورکړی چې دا پېښه د اموکلاوف په نوم بریدګر له خوا شوې.
رویټرز د وژل شویو کسانو اته تنه ښودلی.
پولیس وايي، دوی ته وروسته له هغه خبر ورکړل شو چې د ښوونځي ودانۍ کې د ډزو غږونه واورېدل شول.
د پېښې له ځایه ټول کسان ایستل شوي او یوه خوندي ځای ته انتقال شوي دي.
پولیسو زیاته کړې چې اوس د نورو ګواښونو احتمال نه شته.