
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز ک
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام په غوراوي سیالیو کې د سوریې پر وړاندې لوبه کوي.
د هېواد فوټبال فدراسیون، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی چې دا لوبه به نن ماښام د کابل پر وخت ۹:۴۵ بجې ترسره شي.
دا سیالي به د سعودي عربستان د شاهزاده عبدالله بن جلاوي په نړیوال لوبغالي کې وشي.
افغانستان په A ګروپ کې د میانمار، پاکستان او سوریې د فوټبال ټیمونو سره همګروپ دی.
د هېواد ملي لوبډله به هغه مهال د ۲۰۲۷م کال د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کړيو چې پخپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړي.
دا مهال د افغانستان د فوټبال د ملي لوبدلې روزونکی یو ایټالیایي پخوانی لوبغاړی دی.