افغانستانخبرونه

افغانستان کې ۲۰۰ زره اړمنو ته د قربانۍ غوښه ویشل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ترکیې دیانت بنسټ په افغانستان کې ۲۰۰ زره اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ویشلي دي.

د ترکیې هېواد د اناتولي خبري اژانس په وینا، دا مرستې د کابل، قندهار، هرات او بلخ په ولایتونو کې ویشل شوې دي.
د راپور له مخې، د ترکیې دیانت بنسټ ۱,۴۵۰ څاروي ذبح کړي او په ټولیزه توګه ۱۰,۱۵۰ د قربانۍ برخې په افغانستان کې ویشلې دي.
د ترکیې سفارت د دیني خدمتونو مشاور امراح کاندمیر، د اناتولي خبریال سره په خبرو کې ویلي، د قربانۍ غوښه یتیمانو، ښوونځیو او اړمنو ته رسېدلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون هم راپور ورکړی چې د دې ډلې د مشر هبت‌الله آخوندزاده په امر، ۳,۰۰۰ کیلوګرامه غوښه د کابل ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ویشل شوې.
طالبانو د دې غوښې د ترلاسه کولو په اړه توضیحات نه دي ورکړي.