افغانستانخبرونه

مولوي عبدالکبیر: طالبان د افغانستان ابادۍ ته ژمن دی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، د دغه ډلې له یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو او علماؤ سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان ابادۍ ته ژمن دي.
په دې غونډه کې، علماوو، قومي مشرانو، پخوانیو مجاهدینو او هېوادوالو په افغانستان کې د قربانۍ اختر په بشپړ امن فضا کې د ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسني سوله‌ییز حالت یې د څو لسیزو وروسته د افغانانو لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.
په ورته وخت کې، مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې د خلکو او د طالبانو نظام ترمنځ همکاري خورا ګټوره بللې.

هغه ویلي، دغه ډله د افغانستان ابادۍ ته ژمن دی او د خلکو د ستونزو د حل او د هغوی لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له هېڅ هڅې دریغ نه کوي.