خبرونهنړۍ

بلوچ ازادۍ غوښتوونکي وایي، اته پاکستاني پوځیان مو وژلي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ (BLA) په یوه بیان کې د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان د برید خبر ورکړی.
د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ ویلي، په دې برید کې یې د پاکستاني پوځ ۸ تنه وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي.
راپور شوي، دا برید هغه مهال شوی کله چې پاکستاني پوځیان د نوشکي شیرجان آغا سیمې ته د ننوتلو په حال کې وو، چې د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ د وسله والو لخوا په نښه شول.
همدارنګه ویل شوي چې په دې برید کې د پاکستاني پوځیانو درې موټرې هم ویجاړې شوې دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.