
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینو ویلي، په جوزجان کې د یوې زنجیري ترافیکي پېښې په پایله کې درې کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دا پېښه تېره ورځ له غرمې مخکې د جوزجان-سرپل پر لویه لار د زکه په سیمه کې رامنځته شوې.
د راپورونو له مخې، دا ترافیکي پېښه د دوو موټرسایکلونو او دوو سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.
ویل کیږي، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.