
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د خیبرپښتونخوا د لکي مروت په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او وسلهوالو کسانو ترمنځ نښته شوې.
د دغه را پورونو له مخې؛ په دې نښته کې د شاهدالله په نوم د پاکستان د پولیسو یو افسر وژل شوی او یو بل افسر ټپي شوی دی.
پاکستاني چارواکو دا نښته او تلفات تایید کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې بلوچستان کې هم په یوه برید کې ۱۲ پاکستاني پوځیانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی شوی و.