افغانستانخبرونه

پاکستان د واګې په لاره د افغانستان ۱۱ بار وړونکي لاری درولي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستان د اداري ستونزو او په رسمي ډول د ثبت نشتون له امله د واګې په لاره د افغانستان ۱۱ بار وړونکي لارۍ بندې کړې.
د را پورونو له مخې؛ دا لارۍ د اپریل له ۲۳مې راهیسې په پوله پاتې دي، چې د ځندیدو له امله افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

سوداګر ویلي، چې د طالبانو او پاکستاني دولت چارواکو سره د ستونزې د حل او اسنادو د بشپړولو لپاره همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان وروستیو کې په افغاني وارداتو او صادراتو د پخوا په پرتله مالیاتي ټکس لوړ کړی.

د یادونې وړده، چې وروستیو کې د پاکستان د مالي وزیر افغانستان ته سفر درلود او موخه یې سوداګریزې اسنتاوې برابرول وې.